اي سي ایل کښې بدلون د شخصی ګټې لپاره شوې دې: د پاکستان چیف جسټس

0
174

باغی ډي وي رپورټ
سپریم کورټ د ای سی ایل غړو ته امر کړی چې بهر ته د سفر لپاره د داخله وزارت اجازت وغواړی، په داسې حال کې چې د پاکستان چیف جسټس عمر عطا بندیال ریمارکس ورکړی چې چارواکو د ترمیم څخه ګټه پورته کړې.

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې په تحقيقاتي ادارو کې د حکومت د مداخلې په اړه د ازخود نوټس اورېدنه وشوه چې پکې ايډيشنل اټارني جنرل عدالت ته وړاندې شو.

جسټس اعجازالاحسن پوښتنه وکړه چې ایا کابینې د ای سی ایل قوانینو په اړه د قوانینو منظوري ورکړې ده؟ په دې اړه ايډيشنل اټارني جنرل وويل دغه موضوع دقانون جوړونې په اړه دکابينې په کميټۍ کې تر غور لاندې ده.
د اورېدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان ويلي هغه کسان چې د حکومتي کارونو نه بهر ځي بايد اجازه ورکړل شي.

جسټس عمر عطا بندیال ریمارکس ورکړی چې د پارلېمان یو طرفه قانون سازي هم باید د قانوني تقاضو مطابق وي. چیف جسټس اوویل چې داسې حکم نه کوو چې د حکومت لپاره ستونزې پیدا کړي. اورېدنې پر مهال جسټس منيب اختر وويل دا نه ده څرګنده چې حکومت څه کول غواړي، داسې ښکاري چې حکومت په ډېره کمزورۍ ولاړ دى او حکومت څه پخه او او ښکاره خبره نه کوي.
عدالت وويل د اي سي ايل په قوانينو کې ترميم به په ټولو موجودو مقدمو کې نافذ وي.مستحقه کسانو د خپلو ګټو لپاره د اي سي ايل قوانينو کې بدلون راوستې دې.
چيف جسټس آف پاکستان ريمارکس ورکړو چې چارواکو د ترميم په ذريعه د دې نه فائده پورته کړې ده ، مونږ به په قانوني عمل کښې د هيڅ قسمه درغلۍ اجازت نه ورکوو، د کابينې غړو په ظاهره اي سي ايل ختم کړے دے۔

په دې موقع عدالت د وزيراعظم شهبازشريف د ضمانت د منظورۍ د اقدام ستائنه وكړه او چيف جسټس وويل ښه خبره ده چې وزيراعظم او وزيراعلي په شخصي توګه حاضر شول او ضمانت يې وكړو، هغه اوویل چې د ضمانت په حكم به هم غور وكړو۔سترې محکمې د ای سي ایل غړو ته د بهر سفر کولو لپاره د کورنیو چارو له وزارت څخه د اجازې اخیستلو لارښوونه کړې، چې په اړه یې اټارني جنرل وویل “زه تاسو ته ډاډ درکوم چې اړوند کس به بهر هیواد ته د تګ لپاره د کورنیو چارو وزارت څخه اجازه وغواړي.”

Leave a reply