د پیسو نړۍوال صندق ویلي چې پاکستان ته د اوس لپاره پور نشو ورکولی 

0
160

د پیسو نړۍوال صندق ویلي چې پاکستان ته د اوس لپاره پور نشو ورکولی 

دا کار د پاکستان پر اقتصاد د خورا سخت فشار سبب شوی او د پاکستاني کلدارې ارزښت يې د ډالر پر وړاندې د تاريخ تر ټولو ټيټې کچې ته رسولی دی. د پاکستان په اسعاري مارکيټ کې هر ډالر د ۲۰۳ کلدارو پر وړاندې تبادله کيږي.

(2022 / 6 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پیسو نړیوال صندوق ویلي، پاکستان د دې لپاره چې د دوی د پور اخيستلو ته په شرایطو برابر شي بايد د بودجې په سند کې لا ډير اصلاحات راولي.

اسلام اباد کې د پيسو د نړيوال صندوق استازي ايسټر پېريز لويديځو رسنيو ته ويلي چې دا يې لومړنی اټکل او شرط دی.

تر دې وړاندې د شهاز شريف د حکومت د ماليې وزير مفتاح اسماعيل هم منلې وه چې د پیسو نړيوال صندوق يې د هيواد د بودجې پر سند ملاحظات لري؛ خو ده ژمنه کړې وه چې د پيسو د نړيوال صندوق په خوښه اصلاحاتو ته چمتو دي.

د ياد صندوق چارواکي وايي چې د پاکستان د بودجې په سند کې ځينې لګښتونه او عوايد ګونګ دي او دوی يې له چارواکو په اړه وضاحت غوښتی دی. د پیسو نړيوال صندوق له پاکستان سره د شپږو ميلياردو ډالرو پور يو پروګرام لري، خو د ياد پور ۹۰۰ ميليون ډالري قسط يې د ځينو اندېښنو له کبله ځنډولی دی.

Leave a reply