حکومت د ټرانسپورټ د تنظیم لپاره نوې طرحه وړاندې کړې

0
119

د ا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر ټویټر لیکلي، چې د تصویب شوې طرحې له مخې به په سرحدي بندرونو کې د باروړونکو موټرو د نوبت د تنظیمولو له مورد پرته د دې طرحې نور ټول مواد د شپږو میاشتو لپاره په آزمایښتي ډول عملي کېږي.

(2022 / 6 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

تېره ورځ د حکومت د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې، چې مشري یې د رییس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله، دغه طرحه یې تصویب شوه.

Leave a reply