کندهار ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی 

0
151

کندهار ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی 

دوی وایي هڅه کوي چې دغه ولایت ته لا ډېر سیلانیان جذب کړي څو له یوې خوا د افغانستان د فرهنګ پالنه وشي او له بلې خوا سیاحت د سیمې خلکو ته په عایداتي سرچینه بدل شي.

 

(2022 / 6 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کندهار ځايي چارواکي وایي چې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

د کندهار ولایت ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په وروستیو کې په کندهار کې د احمد شا بابا تاریخي مقبرې، خرقې مبارکې او نورو ورته تاریخي اباداتو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

د دوی په خبره په دې سیلانیانو کې کورني او بهرني سیلانیان شامل دي.

دوی وایي هڅه کوي چې دغه ولایت ته لا ډېر سیلانیان جذب کړي څو له یوې خوا د افغانستان د فرهنګ پالنه وشي او له بلې خوا سیاحت د سیمې خلکو ته په عایداتي سرچینه بدل شي.

Leave a reply