روسیې او ترکیې افغانستان کې د انرژۍ د تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

روسیې او ترکیې افغانستان کې د انرژۍ د تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د اوبو او انرژي وزارت او برېښنا شرکت یادو استازو ته د هر ډول مرستې او زمینې برابرولو ډاډ ورکړی دی. د روسي او ترکي شرکتونو استازو ویلي چې ډېر ژر به خپل تخنیکي انجینران له مشخصو وړاندیزونو سره افغانستان ته راولېږي.
(2022 / 6 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا وایي چې روسي او ترکي پانګهوال د انرژي د تولید برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
د ترکیې هېواد د امین برېښنایي شرکت استازي او د کې ار په نوم د روسي شرکتونو مشر د ا.ا اړوندو چارواکو سره په جلا جلا لیدنو کې په افغانستان کې د انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د اوبو او انرژي وزارت څخه یې په دې برخه کې د زمینې برابرولو او مرستې غوښتنه کړې ده.