۱۶۵ پاکستانیان پي آیی اې الوتکې د سوریا څخه کراچۍ ته را ورسول

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان ملي هوايي شرکت یوه ځانګړې الوتکه په سوریه کې بند ۱۶۵ پاکستانيان د کراچۍ هوايي ډګر ته را رسولي دي.
د چارواکو په وینا د اسرائیلو په برید کې د دمشق هوايي ډګر زیانمن شوی او حاجیان د حلب له لارې کراچۍ ته وړل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د اسراييلو د هوايي بريد له امله د دمشق په هوايي ډګر کې د الوتنو فعاليت سخت اغېزمن شوى او يو شمېر سيمه ييز او نړيوال پروازونه لغوه شوي دي.
خو په دمشق کې د پروازونو د ځنډولو وروستو خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په سوريه کې د بند پاتې پاکستانيانو د سمدستي واپسي د يقيني کولو امر کړی وو .





