د پاکستان نوم د خړ لسټ څخه د ویستلو امکان
باغی ټي وي رپورټ
د فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) غونډه سبا د جرمني په پلازمینه برلین کې پیلیږي، غونډه چې د جون تر ۱۷ نیټې پورې به دوام وکړي، د پاکستان نوم د FATF له خړ لیست څخه د ایستلو امکان شته.
ياده دې وي چې FATF د ۲۰۱۸م کال په جون مياشت کې پاکستان په خړ لېست کې اچولی و او له پاکستانه غوښتل شوي وو چې د ملګرو ملتونو په ګډون ۲۹ نقطې عملي کړي چې په کښې د مني لانډرنګ او د ترهګرو د مالي تمويل د مخنيوي په برخه کې د ترهګرو سازمانونو پر ضد د قضيو د جوړولو او پر هغوي بندیزونه لګول او د ترهګرو پر ضد دوسيې جوړولو غوښتنې وې.
پاکستان په 2019 کې د 27 نقطو څخه 26 پلي کړي وو خو د اوو نورو ټکو پلي کولو غوښتنه شوې وه، پاکستان هم په 2021 کې د 7 نقطو څخه 6 پلي کړي.
د تېر حکومت په دور کې د FATF ایکشن پلان په چټکۍ سره عملي شوی و او د FATF په وروستۍ غونډه کې د پاکستان د کارکردګۍ ستاینه شوې وه خو د پاکستان نوم یې له خړ لیست څخه نه وو ویستلې.
د ماليې وزارت سرچينې وايي، چې د FATF په وروستۍ غونډه کې به پاکستان په تور لېست کې شامل نه شي، ځکه چې د دې کار لپاره د ترکيې، چين او ماليزيا رايو ته اړتيا ده.
د جیو نیوز راپور مطابق سبا ورځې په غونډه کې به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر د پاکستاني پلاوي مشري کوي.په ۱۵ او ۱۶ جون به پاکستان ته د ورکړل شوي ایکشن پلان د عملي کېدو بیا کتنه کېږي.