عمران خان د منحرف غړیو په اړه د سپریم کورټ څخه مهمه غوښتنه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د قامي اسمبلۍ د منحرف غړو په ضد د ريفرنسونو لرې کولو د اليکشن کميشن فيصله سپريم کورټ کښې چيلنج کړې ده۔
د پارټۍ چيئرمېن عمران خان وکيل فيصل فريد چوهدري سپريم کورټ کښې درخواست جمع کړې دې چې پکښې د ريفرنس د ختمولو په اړه د اليکشن کميشن فيصله په فوري توګه لغوه کړے شي۔
ياده دي وي چي اليکشن کميشن په 11م مئي 2022ء په قومي اسمبلۍ کښي د پي ټي آئي د منحرف غړو په ضد ريفرنسونه ختم کړي وو۔
پي ټي آئي غوښتنه کړي ده چي د اليکشن کميشن د منحرف غړو په ضد د ريفرنس ختمولو فيصله غير آئيني اعلان کړے شي، د جمهوريت بقا لپاره بايد د هارس ټرينګ او فلور کراسنګ په ضد حکم ورکړي۔
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په اليکشن کميشن او قامي اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر راجه رياض پارټۍ جوړې کړې دي.





