د ا.ا لومړي مرستیال پۀ جنوب لویدیځ کې د پولیسو لۀ روزنیز مرکز څخه لیدنه کړې
د ا.ا لومړي مرستیال پۀ جنوب لویدیځ کې د پولیسو لۀ روزنیز مرکز څخه لیدنه کړې
ملا عبدالغني برادر وایي: د اسلامي نظام راتګ او بریا یوازې د اسلامي امارت د مجاهدینو نه، بلکې د ټول ولس بریا ده. همدغه ولس و، چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول ستونزې او کړاوونه وګالل.
(2022 / 6 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هېواد په جنوب لویدیځ کې د ملي او اسلامي پولیسو له روزنیز مرکزه لیدنه کړې ده.
ملا عبدالغني برادر په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې ویلي، چې اوسنی نظام د شهیدانو د پاکو وینو پر برکت رامنځته او د کفارو له اشغاله خلاص شو. اوس بشپړ حاکمیت د اسلامي امارت له ځواکونو سره دی.
نوموړي زیاته کړې؛ لکه څنګه، چې د کفارو په مقابل کې جنګ فرض و، داسې د دغه نظام ساتنه هم فرض ده.
هغه مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي: مشران دې پر کشرانو شفقت او کشران دې د خپلو مشرانو درناوی وکړي او همدارنګه باید د یتیمانو او شهیدانو د کورنیو پوښتنه وکړي.
ملا عبدالغني برادر وایي: د اسلامي نظام راتګ او بریا یوازې د اسلامي امارت د مجاهدینو نه، بلکې د ټول ولس بریا ده. همدغه ولس و، چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول ستونزې او کړاوونه وګالل.