نیپرا د بریښنا په نرخ کښې د زیاتوالي منظوري ورکړې
باغي ټي وي رپورټ
د نېشنل اليكټرك پاور ريګوليټري اتهارټي (نيپرا) د بجلۍ په نرخ كښې د 3 روپو 99 روپو في يونټ زياتوالي منظوري وركړې ده۔
د نیپرا لخوا جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې د اپریل 2022 لپاره د میاشتنۍ فیول چارجز ایڈجسٹمنٹ په مرسته د بجلۍ یونټ نرخ زیات شوی دی.
بیان کې ویل شوي چې د تیلو نرخونو کې بدلون به یوازې د جون په بلونو کې پلي کیږي، د تیلو نرخونو کې بدلون به د لایف لائن پیرودونکو پرته په ټولو ډیسک پیرودونکو باندې پلي کیږي.
نيپرا وئيلي دي چې د تيلو نرخونو کښې بدلون به د بجلئ استعمالونکو باندې نه وي۔بیان کې ویل شوي چې CPPAG د 4.5 روپۍ فی یونټ زیاتوالي غوښتنه کړې وه.
د یادونې ده چې د اتحادي ګوندونو په تیلو نرخ کښې في لیټر ۶۰ روپۍ زیاتوالۍ هم اعلان کړې او د پیټرل او ډیزل یو لیټر قیمت د ۲۰۰ څخه زیات شوي دې، وس چې بریښنا نرخ هم زیات شي نو په عام اولس او په سوداګرو به د بریښنا زیات نرخ هم بد اغیزه وکړي ، د سرچینو څخه معلومه شوې چې د بجلۍ د زیات نرخ له امله وس اولس پلان جوړوي چې خپلو کورونو په سولرازیشن انرژۍ بدل کړي چې د بجلۍ زیات نرخ څخه بچ شي.