د پاکستان درمل جوړونکو فابریکو د درملو نرخ زیاتولو اشاره کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د درملو جوړونکو اتحادیې (PPMA)، چې د پاکستان د درملو د شرکتونو نمائنده ده، ویلي دي چې د درملو د تولید بیې له آسمانه پورته شوي او که ژر تر ژره د درملو بیې لوړې نه شي، نو پاکستان به د ډیرو درملو تولید بند کړي.
د دوشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د پي پي ایم اې ویاند ویلي چې د ډالر د ارزښت ترڅنګ د برېښنا په نرخونو کې د چټکې زیاتوالي له امله په پاکستان کې د ټولو درملو د تولید بیعې لوړې شوې دي.
هغه وويل، چې له يوې خوا په پاکستان کې د کاریګرنو او مزدورانو معاشونه هم لوړ شوي، په داسې حال کې چې په نړيواله کچه د درملو د خامو توکو بيعې په بې ساري ډول لوړې شوې دي، په دې شرايطو کې د درملو د بيعو د راټيټولو فکر کول ناشوني دي.
هغه زياته کړه، چې په پاکستان کې د تېلو د بيعې د لوړوالي له امله د درملو د لېږد رالېږد حرڅه هم ډېره لوړه شوې ده، ځکه ټول درمل په ايرکنډيشن موټرو کې لېږدول کېږي، چې له امله يې د توليد لګښت هم لوړ شوى دى.
وياند زياته کړه، چې د توليدي لګښت د زياتوالي له امله په اوسنيو نرخونو د درملو جوړول او پلورل تقريباً ناشوني شوي او په ګران قیمت باندې به هم دا دارو درمل هه نورو هېوادونو څخه وارد شي.





