د هرات والي د ټاپي پروژې لۀ عملي چارو لیدنه کړې ده 

0
189

د هرات والي د ټاپي پروژې لۀ عملي چارو لیدنه کړې ده 

د نوموړي په خبره چې د ځمکو د استملاک چارې به شپږ مياشتې وخت ونيسي او د دوو کلونو په موده کې به ټاپي پروژه هم بشپړه شي. د هرات د والي په خبره چې په پروژه کې به ۱۲ زرو تنو ته د کار زمينه برابره شي.

 

(2022 / 6 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هرات والي نوراحمد اسلام جار د يوه پلاوي په ملتيا د افغانستان – ترکمنستان پر پوله د ټاپي پروژې عملياتي چارې کتلې دي.

د هرات والي وويل چې څو ورځې مخکې کابل ته د ترکمنستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال د دواړو هيوادونو تر منځ هوکړه شوې وه چې د ټاپي پروژې عملي چارې به پيل کړي.

والي زياته کړې چې ترکمنستان به د ځمکو د استملاک تر بشپړيدو وروسته افغانستان کې د ټاپي پروژې د لومړي فاز د رغونې کارونه پيل کړي.

د نوموړي په خبره چې د ځمکو د استملاک چارې به شپږ مياشتې وخت ونيسي او د دوو کلونو په موده کې به ټاپي پروژه هم بشپړه شي. د هرات د والي په خبره چې په پروژه کې به ۱۲ زرو تنو ته د کار زمينه برابره شي.

Leave a reply