مظفر ګړهه کښې میرمن سره د خپلو بچو په وړاندې ډله اییز جنسي تیرې شوې دې

0
182

باغی ټي وي رپورټ
د مظفرګړ په بټي بهټیا سيمه کې د ماشومانو په مخ کې غلو ددې ماشومانو په مور ډله ييز جنسي تيری کړی دی.

د متاثره شوې ښځې خاوند طالب حسين وايي، چې درېيو غلو د ماشومانو په مخ کې پر مېرمنې جنسي تېرى کړى دى.

پوليس وايي، د قرباني کورنۍ د يوه ځايي ځمکې خاوند د کبانو په فارم کې کار کوي، د ښځې خاوند وايي، څلور غله د کبانو له فارم څخه د ټرانسفارمر غلا کولو لپاره راغلي وو.
د قرباني شوې میرمن خاوند وويل، چې يوه ډاکو زما په ګډون دوه تنه د ټوپک په زور يرغمل کړل، درې نورو غلو د ماشومانو په مخ کې پر مېرمن جنسي تېرى وکړ او بيا يې د غوږونو څخه د هغې نتکې اوویستې او وتښتېدل.

پولیس وايي، عدلي او قضايي شواهد یې راټول کړي او د ښځې به طبی معاینه وکړې شي.

Leave a reply