د امریکا سنا مجلس شل کسیزه ډله د وسلو پۀ اړه نوې لایجه تائیدوي 

0
135

د امریکا سنا مجلس شل کسیزه ډله د وسلو پۀ اړه نوې لایجه تائیدوي 

د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ د امريکا ولسي جرګې د وسلو ګرځولو قانون د سختولو يوه لايحه تصويب کړه چې پکې د وسلو د ګرځولو قانوني عمر له ۱۸ کلنۍ څخه ۲۱ کلنۍ ته لوړ شوی دی.

 

(2022  / 6 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د متحده ایالاتو د سنا يوې شل کسيزې ډلې هوکړه کړې چې د وسلو د کنټرول نوې لايحې ته به د تاييد رايه ورکوي. دې ډلې دغه راز ويلي چې د امنيتي تدابيرو د سختولو او ذهني روغتيا د خونديتوب لپاره به د بودجې د ډيرولو هڅه هم وکړي.

د امريکا د سنا يوه ډيموکراټ غړي، کريس مورفي ويلي، لس ډيموکراټ او لس جمهوري غوښتونکي سناتوران داسې پرېکړې ته سره رسيدلي چې ژوندونه به وژغوري.

د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ د امريکا ولسي جرګې د وسلو ګرځولو قانون د سختولو يوه لايحه تصويب کړه چې پکې د وسلو د ګرځولو قانوني عمر له ۱۸ کلنۍ څخه ۲۱ کلنۍ ته لوړ شوی دی.

دغه راز پوليسو ته پکې واک ورکړل شوی چې په خاصو شرایطو کې د وسلو ګرځوونکي بې وسلې کړي. شنونکو هغه مهال اندېښنه ښوودلې وه چې ښايي ياده لايحه په سنا کې چې لوی اکثريت يې جمهوري غوښتونکي دي، پاس او پر قانون بدله نه شي.

Leave a reply