د خوست ځنګونو کړ شوی اور بیا بل شوی دی 

0
136

د خوست ځنګونو کړ شوی اور بیا بل شوی دی 

ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چې ځوانانو په خپلو مټو اور وواژه او نن سهار بېرته خپلو سيمو ته ستانه شول؛ خو د بادونو له کبله سکروټې بيا تازه شوې او په ځنګله کې اور بل شوی دی.

 

(2022 / 6 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خوست په موسی خيلو ولسوالۍ کې د جلغوزيو په ځنګلونو کې لګيدلی اور، چې نن سهار يې د مړه کيدو خبر ورکړل شوی د بادونو له کبله بيا بل شوی دی.

راپورونو کې ويل شوي چې د خوست د بېلابېلو سيمو خلکو د اور د وژلو لپاره اشر کړی او د ځنګله د سوځيدو مخه يې نيولې وه.

اور پرون بل شوی و چې د خوست ځوانانو يې ټوله شپه د مهارولو لپاره هڅې وکړې. د خوست ځايي چارواکو ويلي وو چې اور د غرونو په لوړو کې بل شوی او د اور وژنې د وسايلو ور وړل ناشوني دي.

ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چې ځوانانو په خپلو مټو اور وواژه او نن سهار بېرته خپلو سيمو ته ستانه شول؛ خو د بادونو له کبله سکروټې بيا تازه شوې او په ځنګله کې اور بل شوی دی.

تر دې وړاندې د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې هم اور لګيدلی و چې ويل کيږي لويه برخه ځنګلونه يې سوځولي دي.

د اور د لګيدو د علت په تړاو رسماً څه نه دي ويل شوي خو ا.ا تازه پرېکړه کړې چې په ولايتونو کې به د ځنګلونو د ساتلو لپاره ځانګړي قطعات ځای پر ځای کړي.

Leave a reply