امید لرو چې نوي حکومت سره به تجارت ښه شي باغي ټي وي رپورټ

0
410

امید لرو چې نوي حکومت سره به تجارت ښه شي
باغي ټي وي رپورټ

په طورخم کښې میډیا سره په خبرو اترو کښې مقامي سوداګرو ویلي چې په افغانستان کښې نوي حکومت راتلو سره به دوه طرفه تجارت ښه شي، په موجوده وخت کښې د پاکستان او افغانستان دوه طرف تجارت ډیر بد متاثر شوې دې چې وجهې ی ډیرې دي.

سرچنیې وای چې په طورخم کښې د افغانستان اسلامي امارت مشرانو د پاکستان نه راتلونکي د تجارتی او افغان ټرانزټ ټریډ ټرکونو نه د ټیکس په مد کښې کمې روپې یعني ټیکس اخلی او هم دغه وجه ده چې کله ټیکس کم اخستل کیږی نو بیا به کاروبار ښه شي.

تاجران وای چې لارو کښې هم افغانستان ته تلونکو او هم دغه شان د افغانستان نه پاکستان ته تجارتي مال راوړونکو ګاړو نه د ټیکس په مد کښې ډیرې زیاتې روپې اخستل کیږي، دوی وای چې یو طرف په افغانستان کښې د جنګ وجهې نه دا کاروبار ډیر بد متاثر شوې دې او وس چې په افغانستان کښې امن او خوشحالي راغله نو دوی امید لري چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ به تجارت یو ځل بیا ښه شي.

Leave a reply