د اوکران جګړه؛ ښايي نړۍ کې د اټومي وسلو د پراختیا لامل شي

0
237

د اوکران جګړه؛ ښايي نړۍ کې د اټومي وسلو د پراختیا لامل شي

د ستاکهلم د سولې انسټيټوټ په یوه څېړنه کې ویلي چې په وروستیو کلونو کې د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو لخوا یو ځل بیا د اټومي وسلو د جوړولو لړۍ چټکه شوې ده او ټول هڅه کوي چې اټومي وسلې یې پياوړې کړي.

 

(2022 / 6 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ښايي د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو د جوړولو سیالي لا پياوړې شي.

د ستاکهلم د سولې انسټيټوټ په یوه څېړنه کې ویلي چې په وروستیو کلونو کې د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو لخوا یو ځل بیا د اټومي وسلو د جوړولو لړۍ چټکه شوې ده او ټول هڅه کوي چې اټومي وسلې یې پياوړې کړي.

سرچینه کاږي چې د اوکراین جګړې دا سیالي لا توده کړې ده او ښايي په راتلونکې لسیزه کې ځواکمن هېوادونه د لا ډېرو اټومي وسلو د لرلو لپاره هڅې وکړي.

دغه مرکز په نړیواله کچه د اټومي وسلو د تولید د مخنیوي غوښتنه کوي او ډېرېدل یې د نړۍ د راتلونکې په ګټه نه بولي.

Leave a reply