په نړیواله کچه د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی

0
110

په نړیواله کچه د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي راپور کې ویلي چې په نړیواله کچه د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې ده.

 

(2022 / 6 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په نړیواله کچه د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي راپور کې ویلي چې په نړیواله کچه د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې ده.

سرچینه کاږي چې تر کرونا وبا وروسته په نړۍ کې اقتصادي وضعیت ترینګلی شوی دی چې له همدې امله ماشومان اړ شوي څو کار وکړي او خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.

په راپور کې راځي چې دوی د ماشومانو د ودې لپاره په نړۍ کې لسګونه پروژې لري، خو دا تمه لري چې له ماشومانو سره د مرستو په برخه کې په نړیواله کچه ډېروالی راشي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې هم د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی او ناوړه اقتصادي وضعیت دوی دې ته اړ کړي چې شاقه کارونو ته مخه کړي.

Leave a reply