د پنجاب صوبې بجت نه وړاندې کیږي
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب حکومت د راتلونکي مالي کال ۲۰۲۲-۲۳ لپاره د ۳۲۲۶ اربه روپو بجټ نن وړاندې کوي.
صوبائي وزیر اویس لغاري به بجټ وړاندې کوي . بجټ کې به د صوبائي ملازمینو تنخواګانې 15 فیصده او پنشنونه 5 فیصده زیاتیږي.
د دې نه علاوه به 200 اربه روپۍ خلقو ته ارزانه غوړي، بوره او اوړه ورکولې شي او په يو کال کښې به 685 اربه روپۍ په پرمختيائي پروګرامونو لګولې شي۔
صوبائي بجټ کښي د صحت نوي منصوبو لپاره 174 اربه روپئ او د تعليم نوي منصوبو لپاره 56 اربه روپئ مختص کړي شوي دي ولي 78 اربه روپئ به د نويو سړکونو په جوړولو او 10 اربه روپئ د خرابو سړکونو په بحالئ لګولې شي۔
د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د جنوبي پنجاب لپاره ۳۱ اربه روپۍ بېلې کړي شوي دي.
دسرچينو له مخې په بجټ کې دټولنيزو سکټور، امن و امان او کم عايد لرونکو خلکو ته دلومړيتوب ورکولو فيصله شوې او په حکومتي لګښتونو کې تر ٣٠ فيصدو پورې کمښت شامل دى، چې پکې دسرکاري څانګو لپاره دنويو ګاډو پېرودلو، ددفترونو ترميم او دحکومتي ادارو دجوړولو په ګډون په دغه بجټ کې د سفر بندیز وړاندیز شوی.
سرچينې زياته کړه چې په بجټ کې د ريسکيو 1122 لپاره 1.80 اربه روپۍ او د موسمي بدلون او ماحولياتو لپاره 5 اربه روپۍ او همدارنګه د بشري حقونو او اقليتونو، د پرمختيا او منصوبه بندۍ څانګې لپاره 2.5 اربه روپۍ د ځانګړې کولو فيصله شوې ده. د بند لپاره 28 اربه روپۍ او د ترجیحي پروګرامونو لپاره 4 اربه روپۍ مختص كړې شوي دي.