وينزويلا او ايران د اقتصادي او نظامي همکاريو شل کلن تړون لاسليک کړی دی

0
73

وينزويلا او ايران د اقتصادي او نظامي همکاريو شل کلن تړون لاسليک کړی دی

د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي، تهران ته د وينزويلايي چارواکو د سفر مننه کړې او ويلي يې دي چې د امريکايي بنديزونو سره د مقابلې تر ټولو غوره لاره مقاومت دی.

 

(2022 / 6 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي، تهران ته د وينزويلايي چارواکو د سفر مننه کړې او ويلي يې دي چې د امريکايي بنديزونو سره د مقابلې تر ټولو غوره لاره مقاومت دی.

وينزويلا او ايران د اقتصادي او نظامي همکاريو شل کلن تړون لاسليک کړی دی.

د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو چې د خپل هيواد له ځينو نورو چارواکو سره په همدې موخه تهران ته تللی وو، د تړون تر لاسليکولو مخکې وويل چې ايران او وينزويلا د نړيوالو مسايلو په تړاو ګډ ليدلوری لري او دواړه د امريکا د اجباري بنديزونو قربانيان دي.

مادورو وويل چې هيواد به يې له ايران سره يو ځای د مقاومت سياست ته مخه کړي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د فشار له لارې پرې خپلې غوښتنې ومني.

د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي، تهران ته د وينزويلايي چارواکو د سفر مننه کړې او ويلي يې دي چې د امريکايي بنديزونو سره د مقابلې تر ټولو غوره لاره مقاومت دی.

ايران او وينزويلا د خپلو ناسمو بهرنيو سياستونو او بې ثباته کوونکو پاليسيو له کبله د نړۍ له سختو اقتصادي بنديزونو سره مخ دي.

دا بنديزونه دومره سخت او درانه دي چې د چارو د شنونکو په باور، د ايران اقتصاد يې له بشپړې ماتې سره مخ کړی دی.

Leave a reply