د دولتي اهلکارو په معاشونو کښې د زیاتوالي دوه وړاندیزونه دي

0
307

باغی ټي وي رپورټ
د دولتي مامورینو په تنخواګانو کې د ۱۵ فیصده زیاتوالي دوه وړاندیزونه دي.
د لومړي وړانديز له مخې بايد د ټولو سرکاري اهلکارو ايډ هاک الاؤنسونه په ضم کولو سره بنيادي تنخواګانو کې 15 فيصده زياتوالى راوستل شي خو په دې صورت کې به د ملازمينو په تنخواګانو کې ډیز زياتوالى راوستل شي او ددوی معاشونه به ډیره زیات شی او دوی ته به ډیره ګټه ورسي.
دويم وړانديز دا دے چې موجوده بنيادي تنخواګانو کښې 15 فيصده زياتوالے راوستلې شي د دې نه پس به د ايډ هاک الاؤنسز ضم کړے شي۔ د پایلې په توګه، د دویم وړاندیز په پلي کولو د جولای له لومړۍ نیټې څخه تقاعد شوي کارکوونکي به د تقاعد په بڼه ګټه پورته کړي.
د یادونې ده چې وفاقي بجټ په ۱۰ جون اعلان شوي دې او وفاق صوبو ته هم لارښوونه کړې ده چې د سرکاري ملازمینو په معاشونو کښې د هم ۱۵ سلنه زیاتوالې اعلان کړي.
بل اړخ ته سرچینې وایی چې صوبایی حکومت ویلي دي چې دوی سره د فنډ کمې دې او دوی نه شي کولې چې د وفاق په طرز بودیجه اعلان کړي.

Leave a reply