د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت د تعلیم په میدان کښې ښه ګامونه پورته کړي

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د خېبرپښتونخوا حکومت د تعليم په برخه کښې ښه ګامونه پورته کړي او هم دغه وجه د چې په دې صوبه کښې د صوبایی حکومت د تعلیم لپاره اخستل شوو ګامونه له امله په دې صوبه کښې تعلیمي شرح زیاته شوې ده.
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسینو یو بیان خپور کړې دې، په دې بیان کښې د ملي اقتصادي سروې 2022 له مخې، خېبرپښتونخوا د تعلیم په شرح کښې (تعلیمي پرمختګ) کې ترټولو لوی زیاتوالی ښودلې او لاس ته راوړې دې.
د پنجاب (66.1٪ څخه 66.3٪) 0.2٪ زیاتوالی، سندهه (61.6٪ څخه 61.8٪) 0.2٪ زیاتوالی او د خېبرپښتونخوا په تعلیمي شرح کښې (52.4٪ څخه 55.1٪) 2.7٪ زیاتوالې راغلې دې.
د بلوچستان (53.9% څخه تر 54.5%) 0.6% زیاتوالی ښودلې دې.

Leave a reply