پیښور او نزدې سیمو کښې باد او سیلې یو شمیر خلقو ته زیان اړولې

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور او نزدې سیمو کښې د تیز باد او سیلۍ له امله یو شمیر خلقو ته زیان رسیدلې دې او شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.
ریسکیو 1122 د ټیم اهلکار د دېوالونو، ونو، د کیمرې برجونو، شټرونو او د بریښنا پولونو یو خوا کول باندې بوخت دي.
د سرچینو مطابق، بلخوا ریسکیو 1122 یو ژوبل تن هسپتال ته رسولی دې او په وخت ئي ورته طبی امداد ورکړی دی
د پیښور په اشرف روډ، هائي کورټ، يکه توت ولي آباد، ډینز ټريډ سنټر مخې ته او د نوي کاکا خيل ټاون ترڅنګ په بيلا بيلو ځايونو کې د ژغورنې عمليات روان دي.
ځایی اولس د ریسکیو 1122 ټیم اهلکار ستاینه کړې چې په هر بیړني حالت کښې دوی مرستې کوي.






