په تورخم پوله د مزدورانو په حق کښې احتجاجي مظاهره شوې

0
53

باغی ټي وي رپورټ
د نوجوانان قبایل تنظیم کارکوونکو په تورخم په نن احتجاجي مظاهر وکړه.
ددې تنظیم یو مشر اسرار شینواري رسنیو ته ویلي چې دا مظاهره ی د مزدورانو په ملاتړ کښې کړې ده.
د ځوانانو د ټولنې مشر سیعد شینواري، اسرار شینواري او د سوداګرو اتحادیې مشر حضرت سلام شینواري په تورخم پوله د مزدورانو د ناحقه ځورونې او د ویزې د پالیسۍ د پلي کیدو په ضد نعرې اووهلې او دا ځایی مزدورانو سره ظلم اوبلل.
لاريون کوونکو ته په وينا کې د تنظیم مشرانو اوویل چې که په درېيو ورځو کې مزدورانو ته قانوني حق ورنه کړل شي نو دوی به په تورخم پوله یو نه ختمیدونکې احتجاجي پرلت باندې لاس پورې کړي.

Leave a reply