د پنجاب بجټ به سبا وړاندې کیږی

0
140

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب صوبې مالي کال 23-2022 بجټ به سبا وړاندې کېږي.

سبا به د پنجاب ولایت بودیجه څوک وړاندې کوي؟ تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې. تر اوسه د دغه ولایت د مالیې د وزیر نوم نه دی په ډاګه شوی.

دسرچينو ترمخه دپنجاب بجټ به اويس لغاري وړاندې کوي.دپنجاب فنانس ډيپارټمنټ د بجټ وينا ټکي اويس لغاري ته استولي دي.

سرچينې وائي دپنجاب د٢٨٥٠ اربه روپو په بجټ کې دترقۍ پروگرامونو لپاره د٦٨٣ اربه روپو څخه دزياتې بيلولو تجويز دى. بلخوا د غوړيو، بورې او اوړو په سبسډي د 200 اربه روپو د مختص كولو فيصله شوې ده۔

Leave a reply