د پاکستان فوځ په ضد کمپاین، ریټایرډ فوځیانو په ضد کاروایی شوې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پوځ په ضد د کمپاین چلولو په تور کښې د میجر جنرل په شمول د پنځو پخوانیو افسرانو د پنشن امتیازات واخیستل شول.
د پاکستان پوځ د پخواني ميجر جنرل په ګډون د پنځو ريټايرډ افسرانو د تقاعد نه وروسته ټول امتيازات بيرته اخستي دي، په دغو ګټو کې تقاعد او مفت طبي خدمات شامل دي.
ویل کیږي چې کسانو به د پاکستان فوځ په ضد کمپاین چلولو.
باوري سرچينو دي نيوز ته ويلي چې جي ايچ کيو د مريم نواز د بيان نه لږ تر لږه دوه هفتې وړاندې د پينځه ريټايرډ افسرانو خلاف کاروائي شروع کړې وه۔
هغې خواشیني څرګنده کړې وه چې په میډیا او په ځانګړي توګه په سوشل میډیا باندې ځینې یوټیوبرز د تصدیق پرته هر ډول دروغ او غیر مسؤلانه بیانونه خپروي.پوځ هیله څرګنده کړې چې حکومت به د هغه عناصرو پروړاندې اقدام وکړي چې ریاستي ادارې بدناموي.خبریال له دفاعي سرچینو پوښتنه کړې چې ایا د هغو تقاعد شویو پوځي افسرانو شمېر ۱۵۰ ته نږدې دی چې پنشن یې واخیستل شو او ایا د دوی پر ضد کوم اقدام د مریم نواز له بیان سره څه تړاو لري؟
هغه غوښتنه وکړه چې د ټولو تقاعد شويو جنرالانو امتيازات او پوځي مډالونه دې واخستل شي چې د پي ټي اى لپاره يې کمپاين کاوه. د دې پوښتنو په ځواب کې دی نیوز ته وویل شول چې جی ایچ کیو یوازې د پنځو ریټائرډ افسرانو خلاف د آئین او قانون مطابق کارروائي کړې ده.