رضا رباني ، د علي وزیر په اړه مهمه غوښتنه کړې

0
138

باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز ګوند مشر او د سېنېټ پخواني چيئرمېن ميا رضا رباني د قومي اسمبلۍ غړي علي وزير د پراډکشن آرډر جاري کولو غوښتنه کړې ده.

رضا رباني وويل چې د علي وزير پروډکشن آرډرونه دې جاري کړل شي چې د بجټ په غونډه کې د خپلې حلقې استازيتوب وکړي.

هغه وويل چې علي وزير له ١٥ مياشتو څخه زيات وخت په زندان کښې دې اؤ قومي اسمبلۍ کې ګډون دهغه اساسي حق دى.

ده غوښتنه وكړه چې سپيكر دې د قومي اسمبلۍ غړي علي وزير پروڈکشن آرډر جاري كړي او د ايوان د سرپرست په توګه دې خپل اختيار وركړي۔
د یادونې ده چې د ایم این اې علي وزیر د تیرو څو میاشتو څخه بندي دي ، هغه د ریاستي ادراو په ضد د بیان ورکول په تور کښې بندي شوې دې.

Leave a reply