د عمران خان ملګرتیا به نه پریږدم: مونس الهي

باغی ټي وي رپورټ
د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د مني لانډرنګ کیس په اړه د مونس الهي غبرګون مخې ته راغلی.

مونس الهي “بسم الله الرحمن الرحیم” لیکلی او د هغه پر ضد د ایف آی اې د تحقیقاتو د خبرونو سکرین شاټ یې ټویټ کړی دی.
په خپل ځواب کې مونس الهي وويل چې که زما پر ضد هر څومره کېسونه جوړ کړل شي، د عمران خان ملګرتیا به نه پرېږدي، د ايف آئي اے په مقدمه کې د لګول شوو تورونو تفصيل لا نه دی معلوم خو داسې کېسونه جوړ شوي دي.

مونس الهي وويل زر مقدمې جوړې کړئ، د عمران خان سره فيصله حتمي ده، ما ته ويل شوي وو چې تاسو غلطي کړې، هيڅ خبره نه ده او واپس راشۍ، ، هغه اوویل چې زما ټولې اثاثې اعلان شوې دي، زما په ضد چې څومره مقدمې ثبت شي زه به ی په محکمې ته حاضر شمه.