روسیې پر افغان محصولاتو تجیحي تعرفه معاف کړې ده

روسیې پر افغان محصولاتو تجیحي تعرفه معاف کړې ده
په ورته وخت کې افغان او روسي سوداګر وایي تازه اقدام به سوداګري اسانه کړي او لا ډېر پانګه وال به وهڅوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پيل کړي.
(2022 / 6 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل کې د روسیې سفارت وایي دوی په دې لټه کې دي چې له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه اسانه کړي چې په همدې لړ کې یې د افغانستان پر صادراتي محصولاتو ترجیحي تعرفه صفر ته رسولې ده.
روسیه وایي دوی هڅه کوي د افغان سوداګرو د اسانتیا لپاره لا ډېره همکاري وکړي او په دې برخه کې اسانتیاوې راولي.
په ورته وخت کې افغان او روسي سوداګر وایي تازه اقدام به سوداګري اسانه کړي او لا ډېر پانګه وال به وهڅوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پيل کړي.
روسیې تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا او ښه کولو په لټه کې دي.






