روسیې پۀ پولنډ کې د ناټو ځواکونو ځای پر ځای کېدلو باندې سخت غبرګون ښودلی دی

روسیې پۀ پولنډ کې د ناټو ځواکونو ځای پر ځای کېدلو باندې سخت غبرګون ښودلی دی
ناټو او روسيې پخوا هوکړه کړې وه چې د ختيځې اروپا هيوادونه به د دواړو لورو تر منځ بې پرې پاتې کېږي او هيڅ لوری به پرې د پوځي نفوذ د پراخولو هڅه نه کوي، خو د ناټو د عمومي منشي مرستيال تېره مياشت وويل چې ناټو تر دې وروسته له روسيې سره پر خپلو ژمنو نه دريږي.
په داسې حال کې چې اروپايي هيوادونو په ختيځې اروپا کې د ناټو د پوځي حضور پراخيدل غوښتي؛ روسیې خبرداری ورکړی چې په پولنډ کې د ناټو ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته به ځواب ووایي.
انټرفاکس خبري اژانس د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال اولیک تیاپکین له قوله ویلي چې د روسیې ځواب به مناسب او هدف به یې د روسیې فدراسیون ته د احتمالي ګواښ شنډول وي.
د بلغاریې، چک جمهوریت، استونیا، هنګري، لیتویا، لتوانیا، پولنډ، رومانیا او سلواکيا مشرانو په داسې حال کې په ختیځې اروپا کې د ناټو د حضور د ډیریدو غوښتنه کړې چې ټاکل شوې تر نږدې دريو راتلونکو اونيو پورې به د هسپانيې په پلازمينه مادرید کې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو غونډه وشي.