میدان وردګو کې د والیبال ټورنمنټ تر سره شو   

0
209

میدان وردګو کې د والیبال ټورنمنټ تر سره شو 

د تورنمینټ فاینل سیالیو ته ګڼ شمیر سیلانیان راغلي وو، چې لومړی مقام د (نیک کلپ) دوهم مقام د (نسوزیي) او درېیم مقام د (شهید زلمي انصار) ټیمونو خپل کړ.

 

(2022 / 6 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

باختر اژانس وايي د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې وړمه ورځ د والیبال شانداره تورنمینټ ترسره شو.

یاد تورنمینټ د همدغه ولایت د بدني روزنې او ورزش   له آمریت سره په همغږۍ د فامیلیو لوبډلې له لوري د جوزا میاشتې په ۱۹ نیټه د ولایت په مرکزي جمنازیوم کې په لاره اچول شوی و، چې ټولټال ۳ ورځې وخت یې ونیو او د مرکز کابل په کچه ۲۴ پیاوړو لوبډلو پکښې ګډون کړی و.

د تورنمینټ فاینل سیالیو ته ګڼ شمیر سیلانیان راغلي وو، چې لومړی مقام د (نیک کلپ) دوهم مقام د (نسوزیي) او درېیم مقام د (شهید زلمي انصار) ټیمونو خپل کړ.

Leave a reply