امریکا کې لسګونه زره کسانو د وسلو د قانون پر ضد لاریون کړی دی
امریکا کې لسګونه زره کسانو د وسلو د قانون پر ضد لاریون کړی دی
د لاریون کوونکو استازي وایي چې په وروستیو کې پر عامو وګړو ګڼ بریدونه شوي دي، امریکا کې د وسلو ازادي د ټولو په زیان ده او که وضعیت همداسې روان وي نو لا ډېر امریکایان به زیانمن شي.
(2022 / 6 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا کې لسګونه زره کسانو د وسلو د قانون پر ضد لاریون کړی دی.
امریکايي رسنۍ وايي چې په واشنګټن او ګڼو نورو ښارونو کې لسګونه زره امریکایانو د وسلو د اوسني قانون پر ضد لاریون کړی دی او له امریکایي استازو یې د اصلاح غوښتنه کوي.
د لاریون کوونکو استازي وایي چې په وروستیو کې پر عامو وګړو ګڼ بریدونه شوي دي، امریکا کې د وسلو ازادي د ټولو په زیان ده او که وضعیت همداسې روان وي نو لا ډېر امریکایان به زیانمن شي.
دوی وایي چې یوه ډله امریکایي استازي ددغه قانون د اصلاح مخه نیسي او دوی خبرداری ورکړی چې که ورته کړنو ته ادامه ورکړي، نو راتلونکې کې به د دوی له رایې محروم شي.