اروپايي ټولنې د افغانستان پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده

اروپايي ټولنې د افغانستان پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو استازو، ديپلوماتانو او ځانګړو استازو د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کړې ده.
(2022 / 6 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو استازو د افغانستان په اړه غونډه کړې ده.
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو استازو، ديپلوماتانو او ځانګړو استازو د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کړې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسون په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحثونه شوي دي.
د ده په وینا ټولو اړخونو افغانستان کې پر روان بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده او تمه لري چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې وضعیت ښه شي.
دوی ټینګار کړی چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوو او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی کوي.






