ا.ا ویلي چې ژر به د هرات–خواف رېل پټلۍ چارې بېرته پیل شي 

0
155

ا.ا ویلي چې ژر به د هرات–خواف رېل پټلۍ چارې بېرته پیل شي 

ا.ا ویلي چې ایران ته یې د پلاوي د سفر موخه د هرات-خواف اورګاډي پټلۍ درېیمې ټوټې د پاتې چارو او لېږد-رالېږد بیا پیلېدو او د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي زده‌کړو چمتو کولو پر سر ایراني چارواکو سره خبرې اترې دي.

 

(2022 / 6 / 12   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا وایي چې ژر به د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ رغنیزې چارې بیا پیل شي.

د چارواکو په خبره، د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د پاتې درېیمې برخې رغنیزو چارو د بیا پیل پر سر خبرو لپاره یې یو پلاوی ایران ته تللی دی.

ا.ا ویلي چې ایران ته یې د پلاوي د سفر موخه د هرات-خواف اورګاډي پټلۍ درېیمې ټوټې د پاتې چارو او لېږد-رالېږد بیا پیلېدو او د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي زده‌کړو چمتو کولو پر سر ایراني چارواکو سره خبرې اترې دي.

ا.ا وایي چې هڅه کوي چې په هېواد کې د سترو ملي پروژو چارې بیا پیل کړي چې په پلیتابه سره به یې په زرګونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Leave a reply