د عزیز بلوچ په اشاره رینجرز څه برامد کړل؟

0
46

باغي ټي وي رپورټ
د لياري ګينګ وار مشر عزير بلوچ خلاف مقدمه کې د رينجرز ډي ايس آر د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت کې د بيان ريکارډ کولو پر مهال وويل چې ترلاسه شوې وسله د کراچۍ ښار د سټي کورټ په ګودام کې د اور لګېدو له امله سوځېدلې ده.

شاهد رېنجرز افسر جهانزېب خان عدالت ته وئيلي چې عزير بلوچ په ګارډن سيمه کې بارودي مواد او وسلې ترلاسه کړې وې، په ۲۰۱۶م کال کې د عزير بلوچ تر نيولو وروسته يې په ۹۰ ورځو په ريمانډ وو، عزير بلوچ د ګينګ وار مشر وو.
د رينجرز افسر وينا ده چې د عزير بلوچ په امر په باغ کښې د زمکې لاندې ښخ کړے شوي ايل ايم جيز، ګولۍ، لاسي بمونه، بارود او لانچر هم برآمد کړل شوي دي چې پکښې د مقدمې املاک تباه کړے شوے دے۔

د ملزم عزير بلوچ وکيل عابد زمان د شاهد په بيان جرح مکمل کړے او عدالت راتلونکي سماعت لپاره نور ګواهان هم طلب کړل۔ د یادونې ده چې عزیز بلوچ په کال ۲۰۱۶ کښې په کراچې د امنیتي چارواکو له لوري ونیول شول او په ده تور دې چې په کراچۍ کښې په یو شمیر ترهګریز بریدونو کښې ککړ دې.
……………………..

Leave a reply