په یو هندي ټي وي نعت شریف نشر شول

0
136

باغی ټي وي رپورټ
د هند په یوه شخصي خبري چینل کې د بریکنګ نیوز په ترڅ کې نعت رسول نشرل شو او د پاکستان بیرغ هم د خبرونو پر ځای راښکاره شو چې د هندي حکومت د حیرانولو او منډو وهلو لاه امل شول.

په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو ډېره مشهوره شوې چې پکشې لیدل کېږي چې په یوه هندي خبري چینل کې د یوه نیوز کاسټر لخوا بریکنګ نیوز ورکول کېده چې ناڅاپه یې د پاکستان بیرغ پر سکرین راښکاره شو او بیا یې نعت رسول نشر کول هم پیل کړل
د یادونې ده چې تیره اونۍ د هند واک ګوند بي جې پی ویاند پیغمبر اسلام په اړه د سپکاوي بیان کړې وو چې په ټوله مسلمانه نړۍ کښې ی د مسلمانانو جذبات راپارولي دي. کله چې د پاکستان بیرغ راښکته شو، په بریکنګ نیوز باندې لیکل شوي وو چې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم درناوی وکړئ.په ورته وخت کې، لاندې ویل شوي چې “دا چینل د ټیم انقلاب PK لخوا هک شوی دی”.

په پاکستان کې هم دا مهال په ټوېټر کې د “ټیم ریوولیوشن PK” په ټاپ ټرېډونو کې شمېرل کېږي، په سوشل میډیا ادعا کېږي چې هندي نیوز چینل د پاکستاني هیکرانو له خوا هیک شوی او نعت رسول هم نشر شوې دې.

Leave a reply