پنجاب حکومت هم د راروان کال د بجټ نیټه اعلان کړې

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ماليې وزارت د راتلونکي مالي کال د بجټ نېټه اعلان کړه.

د پنجاب د خزانې ادارې له مخې د راتلونکي مالي کال بجټ به د جون په 13مه نېټه وړاندې کېږي او د پنجاب بجټ به د وفاقي په طرز وي.

د ماليې وزارت وياند وويل، په بجټ کې به د ګرانۍ د کنټرول، د خوراکي توکو بيعې کنټرولولو او د لوډشيډنګ کمولو لپاره پلان شامل وي. دا هم ویل شوی د انرژۍ موثر استعمال يقيني کولو لپاره به هم ځانګړې پلان عملی کولې شي.
د پنجاب د مالیې وزارت د ویاند په وینا، په بودیجه کې به د کم عاید لرونکو خلقو ته د بریښنا بلونو په ورکولو کې رعایت ورکړل شي او هیڅ نوی ټیکس به نه لګول کیږي.

د مالیې وزارت په وینا، د صوبو په عوایدو کې رعایت به ساتل کیږي او د اوړو په نرخ کې د اسانتیاوو بسته هم دوام لري، د حکومت لومړی لومړیتوب به د ټولنیز سکتور پرمختګ او د اقتصاد بیارغونه وي.وياند ووئيل چې د پنجاب د راتلونكې مالي كال بجټ به متوازن او ولس دوسته وي، دغه بجټ به د حكومتي ملازمانو او مزدور طبقې لپاره ښه خبر وي۔

Leave a reply