د شهباز شریف او حمزه شهباز په ضد د ناقانونه پیسو لیږلو کیس اوریدنه شوې

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز او نورو ملزمانو خلاف د مني لانډرنګ مقدمه محفوظ کړې شوې ده۔
د شهباز شريف او حمزه شهباز په شمول د نورو په ضد د مني لانډرنګ د مقدمې اورېدنه په سپېشل کورټ سنټرل کې کېږي.
د اوريدنې په مهال ايف آئي اے د مني لانډرنګ کيس کښې د دريو مفرور ملزمانو رپورټ عدالت کښې وړاندې کړو او د ايف آئي اے وکيل فاروق باجوه وويل درې ملزمان په ورکړل شوي پته موجود نه وو۔
وروستو وزيراعظم شهباز شريف روسټرم ته راغې او وې ویل چې زه حق لرم چې عدالت ته دخپل ضمانت په اړه حقايق بيان کړم.
شهبازشريف وويل د ايف آئي اے کيس هم همغه مقدمه ده کومه چې نيب جوړه کړې ده، زما په ضد د آشيانه هاؤسنګ او رمضان شوګر ملز کيسونه جوړ شوي دي.
قاضي د شهباز شريف پوښتنه وکړه چې آيا په دې ملونو کې ستا کومه برخه ده؟ په دې اړه شهباز شريف وويل چې زه د شوګر ملز نه ډايريکټر يم، نه مالک او نه شير هولډر.
دپنجاب پخواني وزيراعلي وويل په آشيانه هاؤسنګ کېس کې دهغه په ضد دواک څخه دبې لارې کولو تورونه لګول شوي، زما په مقدمه کې لاهور هاي کورټ تفصيلي فيصله کړې ده.
هغه عدالت ته وويل چې نېب زما په ضد سپريم کورټ ته ورغلى وو، د هغه وخت چيف جسټس زما د ضمانت ردولو په درخواست کې وويل چې د کرپشن ثبوت چرته دى، نېب په هغه ځای کښې هم ناکامه شو او وتښتېده.
شهباز شريف وويل چې زه د نيب په عذاب کې وم، له هغه ځايه جيل ته لاړو، بيا دوه ځله د ايف آئي اے افسران ما ته راغلل، هغه ايف آئي اے ته وويل چې د خپل وکيل له مشورې پرته ځواب نه شي ورکولی، ماته ټول حقيقتونه ويل شوي وو، زما د مقدمو فيصله شوې وه.
لومړي وزير وويل چې د خپلې کورنۍ د سبسډي ورکولو واک يې درلود خو هېواد يې په سلګونو ملياردونه ډالر وژغورل، آيا هغه به له چينايانو سره معامله وکړي؟ ټوله قضیه د درواغو کڅوړه ده او دا به ټول دروغ ثابت شي.
لاهور کښې خصوصي عدالت د مني لانډرنګ کيس کښې د شهباز شريف او حمزه شهباز په شمول د ټولو ملزمانو د ضمانت درخواست باندې فيصله محفوظ کړې ده۔






