د عامر لیاقت د جنازې نمونځ ی خپل زوی احمد عامر ادا کړې
باغی ټي وي رپورټ
د مشهور ټي وي کوربه او د قامي اسمبلۍ غړي عامر لياقت حسين زوي احمد عامر د خپل پلار د جنازې د ادا کولو ويډيو مخې ته راغلې ده، په ویډیو کښې احمد عامر د خپل پلار د جنازې نمونځ ادا کوي.
د عامر لیاقت حسین د جنازې لمونځ د جون په لسمه نېټه د عبدالله شاه غازي مقبرې په احاطه کې ادا شو، چې وروسته هغه هلته خاورو ته وسپارل شو.
خو د عامر لیاقت زوی احمد د هغه د جنازې لمونځ ادا کړ، چې ویډیو یې خپره شوې ده.د احمد عامر د جنازې د لمانځه د ادا کولو په ويډيو باندې ګڼ شمېر کاروونکو تبصرې کړي او د عامر لياقت د مغفرت دعا يې هم کړې ده.
ياده دي وي چي عامر لياقت حسين د جون په نهمه نيټه ناڅاپه وفات شو چي ورسته د هغه زوئ احمد عامر چي په لندن کښي ميشت وو په سمدستي توګه پاکستان ته ستون شو۔
پوليس غوښتل چې د قانوني غوښتنو په وسيله د مړي پوسټ مارټم وکړي خو د عامر لياقت دوه ماشومانو دعا او احمد د پوسټ مارټم کولو نه انکار وکړو، د کورنۍ د انکار باوجود پوليس انکار وکړ او د مقتول کورنۍ د مقامي عدالت سره رابطه وکړه خو وروسته عدالت حکم ورکړو چې د عامر لیاقت د بدن بهرنۍ معاینه ترسره شي.