که سمې پریکړې و نه کړو، که انتظامي چارې په سمه لار روانې نه کړو نو دا هیواد چلول به ډیر ګران شي: د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر څرګندونې

0
182

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د خزانې وفاقي وزیرمفتاح اسماعیل په پوسټ بجټ خبري کانفرنس کښې د عمران خان په حکومت او د اقتصاد په اړه ددوی د حکومت د پریکړو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي او نیوکې ی پر کړي دي.
ده ووئيل مونږ سره له سختو پرېكړو پرته بله چاره نه وه، وزيراعظم شهباز شريف سختې پرېكړې وكړې خو كه مونږ په عامو پاكستانيانو زيات فشار راوړو نو تاريخ به هيڅكله معاف نه كړي۔

ده ووئيل پاكستان اتومي طاقت دے او مونږ ته د خپل معيشت ښه كولو ته اړتيا ده٬ كه ستونزې اوارې نه كړې شي نو معيشت به دومره دروند بار نشي برداشت كولې٬ د ګيس په څانګه كښې د 400 اربه روپو سبسډي وركړې شوې۔ هغه اوویل چې مونږ به اجازه ورنکړو چې هیڅ فابریکه وتړل شي ځکه چې دا کار روزګار چمتو کوي.

ده ووئيل مونږ تر اوسه په هېواد كښې موجود 5 فيصده وسائل هم نه دي استعمال كړي، كه مونږ پټرول ګران كړو نو مونږ به پيسې کور ته نه وړو. هغه اوویل چې دومره سختي مو پخوا نه وه ليدلي۔
هغه وويل، چې په بوديجه کې هڅه شوې، چې له پیسه لرونکو کسانو څخه زياته برخه واخلي او عام اولس ته يې اسانتياوې برابرې کړي.

مفتاح اسماعیل وايي، سږ کال به ۲.۵ میلیونه دوکانداران د مالیې په چوکاټ کې راوستل شي، که د هېواد اداري چارې ښه نه شي نو د هېواد چلول ستونزمن دي، هغه اوویل چې که چرې د هیواد انتظامی چارې په سمه لار رونې نه کړې شی نو دا هیواد چلول او پرمختګ کول به ډیر ګران شي.
ده ووئيل راتلونکي مالي كال كښې به د 4598 اربه روپو مالي خساره وي په داسې حال كښې چې د قرضونو واپسي او سود لپاره 3950 اربه روپۍ حساب لګول شوې دې.

ده ووئيل چې تير كال په ژمي كښې ايس اين جي پي ايل ته دوه اربه روپۍ زيان اوښتي دے۔

ياده دې وي چې تيره ورځ وفاقي حکومت د 95.2 ټريليون روپو کلنۍ بجټ وړاندې کړی وو چې پکې د سرکاري ملازمینو په تنخواګانو کې 15 فيصده او پنشن کې 5 فيصده زياتوالي اعلان شوې دې.

Leave a reply