بجټ کال 2022-23 په اړه د سوداګرو غبرګونونه

0
185

باغی ټي وي رپورټ
مخکښ صنعتکار عارف حبیب د جیو نیوز ځانګړې بجټ خپرونې کې د خبرو پر مهال وویل، چې د وخت له غوښتنو سره سم بودیجه ساتل شوې او هیله یې څرګنده کړه، چې د صنعت لپاره د صفر لوډشیډنګ اعلان به عملي شي.

د نېشنل بزنس ګروپ چيئرمېن ميا زاهد حسېن وايي دا سخت بجټ نه وه، دا د اسانتيا بجټ وو او واردات کمول پکار دي۔

د مالي کال 23-2022 بجټ کې د ولس لپاره څه پلانونه اعلان شوي؟
بلخوا د اقتصادي چارو کارپوه خرم شهزاد وايي، لومړنی تاثر دا دی چې کارونه د توازن هڅه کوي، په بودیجه کې ډېر مثبت شیان لیدل شوي دي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد سهیل وویل چې د خدماتو په برخه کې باید سبسایډي ورکړل شوي وای، په داسې حال کې چې فرحان بخاري وویل چې په وړو ښارونو کې محلي سوداګر بیعې لوړوي.

بل خوا د ابادۍ مشر محسن شیخاني پر بودیجه نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ساختماني صنعت د پرمختګ لپاره هیڅ کوم پلان نه دې اعلان شوې چې حکومت له په کار وو ددې په اړه هم څه بودیجه ایښې وې.

Leave a reply