پاکستان کښې د عام اولس د اندیښنو کچه لوړه شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
په تیرو دوو میاشتو کې په پاکستان کښې د ګرانۍ، اقتصادي وضعیت په اړه د هیوادوالو د اندیښنو کچه لوړه شوې ده.
اپسوس پاکستان د مصرف کونکو د باور سروې دوهم د درې میاشتنې راپور خپور کړې دې.
د سروې د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې ۴۴ سلنه وګړي په ملک کښې د ګرانۍ په اړه اندېښمن وو، خو اوس دا شمېر ۴۷ سلنې ته لوړ شوی ده.
پر دې سربېره د هغو پاکستانیانو کچه چې د هېواد لار یې ناسمه بللې له ۸۰٪ څخه ۸۸٪ ته لوړه شوې ده.د جیو نیوز راپور مطابق د سروې شویو کسانو له ډلې ۴۹ سلنه یې د هېواد اقتصاد کمزورې بولي، په داسې حال کې چې ۶۴ سلنه یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې له اقتصادي رغېدو څخه هم ناهیلي او ناامیدي څرګنده کړې ده.