د ضلع خیبر ریسکیو ۱۱۲۲ چاروکو او عوامي نمایندګانو د معاویه خاندان سره لیدلي

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر اړوند ادارو چارواکو د معاویه پلار او د هغه خاندان سره لیدلي دي، معاویه په ۳۱ میی د لنډیکوتل په لرې پرته سیمه لوی شلمان د کابل په سیند کښې ډوب شوې او تر نن ی مړې نه دې موند شوې.
ضلعي ايمرجنسي افسر سيد شعيب منصور د ايم پي اے شفيق شير آفريدي، تحصيل چيئرمېن شاه خالد سره د لنډي کوتل لرې پرتې سيمې لوې شلمان دوره وکړه او غمځپلي خاندان سره لیدنه وکړه او دوی ی ته ی تسلي هم ورکړه چې په دې غم کښې اړوند چارواکي دوی سره شریک دي.

د ډائريکټر جنرل ډاکټر خطير احمد په لارښوونه د ضلعي ايمرجنسي افسر سيد شعيب منصور د کابل سيند کښي ډوب شوي د نهه کلن معاويه پلار مزمل کور ته ورغلو او اغیزمن شوي خاندان سره ی د غمرازۍ څرګندونه وکړه. په دې موقع ی د اوبو او امدادي کاروائيو په اړه ئي معلومات ورکړل۔ په بېلابېلو ځايونو کې يې د لا زياتو همکاريو ډاډ هم ورکړو.
د ضلعې ایمرجنسي افسر سید شعیب منصور د سیمې مشرانو ته وویل چې معاویه زمونږ خپل ماشوم دی، دوی ته ی د ریسکیو ۱۱۲۲ عملیاتو او هلو ځلو ته د دوام ورکول باور ورکړو.

Leave a reply