سیګار افغانستان کې د نغدو پیسو د لېږد پر څرنګوالي اندېښنه ښودلې ده
سیګار افغانستان کې د نغدو پیسو د لېږد پر څرنګوالي اندېښنه ښودلې ده
د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د حکومت ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وايي د هغو نغدو پیسو د لګښت د څرنګوالي له کبله اندېښمن دی چې ملګري ملتونه یې د خپلو لګښتونو لپاره افغانستان ته انتقالوي.
(2022 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش وايي چې سیګار د هغو پیسو د لګښت د څرنګوالي له کبله اندېښنه لري چې نغدې افغانستان ته استول کېږي.
د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د حکومت ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وايي د هغو نغدو پیسو د لګښت د څرنګوالي له کبله اندېښمن دی چې ملګري ملتونه یې د خپلو لګښتونو لپاره افغانستان ته انتقالوي.
د تېر کال د زمري په ۲۴مه د ا.ا له واکمنېدو وروسته له نړیوالو بانکي سیسټمونو سره د افغانستان اړیکي پرې شوې او په نتیجه کې یې هغه پیسې چې مرستندوی هېوادونه او خیریه ټولنې یې افغانانو ته ورکوي، افغانستان ته نغدې استول کېږي.
جان سوپکو دا یادونه هم وکړه چې سیګار په افغانستان کې د ملګروملتونو پخوانیو تجربو ته پام سره د دې سازمان پر اجرا اتو باور لري.