قطر ویلي چې، افغانستان د یو ملګري هېواد پۀ څېر تر څنګ ولاړ یو 

0
185

قطر ویلي چې، افغانستان د یو ملګري هېواد پۀ څېر تر څنګ ولاړ یو 

متقي هم د قطر د امير سلاکار ته د سياسي او ډیپلوماتيک ملاتړ، پانګونې، اقتصادي پياوړتيا، بشري مرستې او د نشه يي توکو پر ضد مبارزې په څېر هغه موارد روښانه کړي په کومو چې دوی فکر کوي قطر له افغانستان سره مرسته کولای شي.

 

 

(2022 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د قطر امير د ملي امنيت سلاکار محمد بن احمد المسند د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د ا.ا حکومت له ځینو چارواکو سره یې لیدلي دي.

د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له المسند سره په لیدنه کې ویلي چې قطر کولی شي په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو، د کانونو استخراج او د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه قطري چارواکي او ورسره مل پلاوي له امیر خان متقي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه سره هم لیدلي و.

متقي هم د قطر د امير سلاکار ته د سياسي او ډیپلوماتيک ملاتړ، پانګونې، اقتصادي پياوړتيا، بشري مرستې او د نشه يي توکو پر ضد مبارزې په څېر هغه موارد روښانه کړي په کومو چې دوی فکر کوي قطر له افغانستان سره مرسته کولای شي.

د ا.ا چارواکي وايي محمد بن احمد المسند ورته ویلي هېواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د يو ملګري هېواد په توګه خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

Leave a reply