تر راتلونکو شپږو میاشتو به د ټاپي پروژې چارې پیل شي   

0
155

تر راتلونکو شپږو میاشتو به د ټاپي پروژې چارې پیل شي 

واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته د دې پروژې د عملي چارو د پیلولو په موخه د افغان او ترکمنستاني چارواکو ترمنځ خبرې اترې چټکې شوې او تر دې وړاندې یو ترکمنستاني چارواکي د هرات له والي سره په لیدنه کې ویلي وو چې ډېر ژر به د دې حیاتي پروژې رغنیزې چارې پیل شي.

(2022 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)

بشبړ راپور 

د ترکمنستان هېواد د ټاپي پروژې رییس ویلي چې دوی په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک پروسې بشپړېدو ته منتظر دي او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د دې پروژې عملي چارې پیل کړي.

دا پروژه د لومړي ځل لپاره د افغانستان د تېر جمهوري نظام په دوره کې د افغانستان، هند، پاکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو له لوري پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه چې په افغان خاوره کې د ځمکو د استملاک پروسې تر بشپړېدو وروسته یې عملي چارې پیل شي خو دا ارزښتناکه پروژه د کاغذ پر مخ پاتې شوه او عملي چارې یې وځنډېدې.

Leave a reply