بجټ کښې په مقامي سیګریټو ټیکس لګیدلې

0
216

باغی ټي وي رپورټ
په وفاقي بجټ کې د اکسائز ډیوټۍ له زیاتیدو وروسته په سګریټ هم ټیکس لګیدلې دې او اړوند چاروایی چې دا ټیکس د ۲۰ پیسو څخه ۴۰ پیسو پورې دې. د ايف بي آر چيئرمېن په بیان کښې ویلي دي چې لوکل سګرټو باندې اکسائز ډيوټي زياته کړې شوې ده.
د فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) چيئرمېن عاصم احمد وئيلي دي چې د راتلونکي کال لپاره د ټېکس هدف 7004 اربه روپۍ ټاکلې شوې دې۔
چيئرمېن اېف بي آر ووئيل په نوې بجټ كښې د 355 اربه روپو ټېكس اخستلو لپاره ګامونه پورته كړې شوي دي او په مقامي سګرټو د اکسائز ډيوټي زياته كړې شوې۔
هغه وويل، په نوې بودیجه کې پر ځايي سګرټو ماليه زياته شوې او د هر سګرټ بيه به له ٢٠ پيسو څخه ٤٠ پيسو ته لوړه شي چې دې سره به د سیکرټو څخه په قومي کچ عواید زیات شي او قومي خزانې ته ګټه ورسي.
خو بیا ځایی خلق وایی چې که یو طرف د سیګریټ څښل صحت لپاره ښه نه دي نو بل طرف دې نه قومي خزانې ته ګټه هم ډیره کمه کیږي، د نشه ی توکو او سیګریټو په ضد کار کوونکي او نور سماجي د خیر ښیګړې لپاره کار کوولو مشران غوښتنه کوي چې په سیګریټ دې مالیه زیاته شي چې قومي خزانې ته ګټه ورسي، د هغوی دریځ دې چې دې سره به د سیګرټو کارول هم کنټرول شی او قومی خزانې ته به امدن هم زیات راشي.ددې مشرانو دا هم غوښتنه ده چې د بهر ملک په سیګریټو هم ټیکس زیاتول په کار دي ځکه چې دې سره به ملکي خزانې ته ګټه وشی.
……………………………..

Leave a reply