د جنرل مشرف د صحت او طبیعت په اړه د هغه د خاندان دریځ

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني ولسمشر او جنرال (ر) پروېز مشرف د کورنۍ غړیو د هغه د صحت په اړه بیان مخې ته راغلې دې.
د کورنیو سرچینو په وینا، پرویز مشرف تېره اوونۍ د ناروغۍ له امله روغتون ته لېږدول شوی دې او په روغتون کښې داخل کړې شوې دې چې د هغه روغتیایی حالت خراب شوې وو.
سرچینې وايي چې د پرویز مشرف وضعیت اوس ښه دی. د یادولو ده چې پخوانی ولسمشر له ډیرې مودې راهیسې په دوبۍ کې اوسیږي.
د یادونې ده چې وخت سره سره د پخواني اولس مشر تصویرونه او بیانونه هم په ټولنیزو رسنیو خپریږي.






