د بجټ اعلانولو لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه پیل شوي ده

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ بجټ غونډه د سپيکر راجه پروېز اشرف په مشرۍ کښې پېل شوه چې پکښې به د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د مالي کال 23-2022 لپاره وفاقي بجټ وړاندې کوي۔

د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د بجټ وينا مسوده جيو نيوز ترلاسه كړې۔

د مسودې له مخې په راتلونکي مالي کال کې به د تنخواه لرونکو طبقو لپاره د میاشتې سل زره روپۍ تنخوا باندې هیڅ ډول مالیه نه وي.

د بجټ سند له مخې به د وفاقي کابینې او حکومتي چارواکو لپاره د پټرول حد ۴۰ فیصده کمې شي.
د بجټ سند له مخې د حکومت په خرچه به د اجباري خارجي سفرونو نه علاوه په ټولو سفرونو بنديز لګولې شي، د راتلونکي مالي کال لپاره د اقتصادي ودې هدف 5 فيصده ټاکل شوی دی، جي ډي پي به د 67 ټريليون نه 78.3 ټريليون ته پورته کړی شي.

د بجټ سند له مخې د روان مالي کال لپاره به د PSDP لګښتونه 550 اربه روپۍ وي.

په وارد شوي لګژري موټرونو او ځايي سګرټو باندې د وفاقي اکسائز ډيوټي لګولو وړانديز شوی دی.

د بجټ سند له مخې د قرضونو او سود د ادا كولو لپاره تر ټولو زياته 4400 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي په داسې حال كښې چې د بجټ خساره 4800 اربه روپۍ ښودل شوې۔

د بجټ سند له مخې د تجارت خساره 27.8 اربه روپۍ اټکل شوې چې د کرنټ اکاؤنټ خساره د جي ډي پي 3.7 فیصده ده.

د بجټ سند له مخې وفاقي پرمختيائي بجټ 800 اربه روپۍ او د دفاع لپاره 1523 اربه روپۍ وړانديز شوي دي۔

Leave a reply