پخواني وزیراعظم د یو مهم توکي د نرخ زیاتوالي اشاره کړې

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) سينئر نائب صدر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د نور زياتوالي اشاره کړې ده۔
د بجټ په غونډه كښې ګډون لپاره پارليمنټ هاؤس ته د رسېدو په مهال ميډيا سره خبرو كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل كه په نړيواله كچه د پېټرول او ډيزلو نرخونه كم نه شول نو مونږ به هم د پټرول او ډيزلو نرخونه زيات كړو۔
شاهد خاقان عباسي وويل دا مهال په پټرول 9 روپۍ في ليټر او په ډيزلو 28 روپۍ في ليټر سبسډي ده، دا سبسډي نه بلکې قرض دى چې زياتيږي.
پخواني وزیراعظم زیاته کړه چې په بجټ کښې که هر څومره ممکنه وي ریلیف به ورکړو ، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې تیل به د خریدارۍ په نرخ باندې خرڅول په کار وي.
د یادونې ده چې د شهباز شریف اتحادي
حکومت په تیره اونۍ کښې دوه ځل د تیلو نرخ فی لیټر ۶۰ روپۍ لوړ کړې دې چې له وجهې ی د خوراک توکي او د نورو شیانو نرخونه هم زیات شوي دي.






